IQNA

 د هند په ایوددیا کې د رام مندر افتتاح او د اسلامی نړۍ له خوا د هند د بایکاټولو غوښته

7:53 - January 24, 2024
د خبر لمبر: 3488615
ایکنا- دپاکستان چارواکو د هندوستان په ایودیا کې د رام مندر د پرانیستې په محکولو سره دغه هیوادد حکومت  په اسلام ضده اقداماتو باندې په اعتراض  کې د مسلمانو هیوادونو له خواد هند د حکومت د بایکاټولو غوښتنه کړې ده.

ایکنا نیوز د آناتولی له قوله راپور راکړ، دپاکستان چارواکو په هندوستان کې د یوه هغه جومات(بابری جومات) په ځاي کې دهندوانو د ستر عبادت ځای  رام مندر  افتتاح کول  چې افراطي هندوانو په ۱۹۹۲کال کې ړنګ کړی ؤ ، محکوم کړل  او دا ئې په هندوستان کې د مسلماناو د ګوښه کولو او د لږکیو د لازیات ځپلو  یوه نښه وبلله.

 د هندوستان په ایودیا کې دغه رام مندر چې دتیې دوشنبې په ورځې ئې د هندی لومړی وزیر نریندرا مودي پّ شون سره ئې مخ  کتنه شوې ، په هغه ځای کې  جوړ شوی دی چې یوه وخت له شپاړسمې پيړۍ سره اړونده بابری جومات پکې ؤ ااو افراطي او سرزرو هندوانو په کنډوالې بدل کړ ، چې  دغه سپير اقدام د هغو بلواؤ سبب شوی ؤ چې  کابو دوه زره کسان چې زیاتره ئې مسلمانان وو،پکې ووژل شي.

ډيری شناندی او کارپوهان د بابري جومات په ځای د هندوانو درام مندر جوړول  په هندوستان کې د ډیموکراسۍ پر مخ  بې ننګۍ داغ ګڼي.

د بابری جومات په ځای ددغه مندر جوړول او افتتاح کول د نریندرا مودي په مشرۍ د بي جې پی واکمن  افراطي اوملی پال ګوند هغه پخوانۍ ژمنه ده چې  دا ئې د خپلو سیاسی کمپاینونو یوه برخه کړې وه . هندوان په دې اند دي چې دغه ځاي د هندویزم د یوه خدای رام زیږنځای دی.

په ۲۰۱۹کال کې د هندوستان لوړې محکمې فیصله وکړه چې دغه مځکه له هندوانو سره اړونده ده  او  مسلمانانو ته ئې د یوه بل نوی جومات دجوړولو وړاندیز وکړ ،خو تراوسه پورې  دهغه جومات جوړول پیل کړئ شوي نه دي.

د پاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې ددغه معبد جوړیدا ،دهند د ډيموکراسۍ پر ټنډې  د بې ننګۍ یو داغ دی . دغه وزارت  همداراز  خبرداری ورکړی،چې په هندوستان کې نور جوماتونه هم د ړنګیدا ،او بې حرمتۍ له ورته ګواښونو سره مخ دي . چې وئيل کیي ، د رنګونکو جوماتو په لیسټ کې په بنارس کې دګیانوالي جومات او په ماتوره کې د عیدګاه شاهي جومات نومونه هم لیدل کیږي او  له دغه شان په کنډوالو بدلونکي ګواښ سره مخ دي.

په دغې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې  په هند کې  دنفرت اوکرکې له امله  جنایتونه او  له اسلامه د ویرونکي څپې  زیاتیدا  چې  د مسلمانانو دسیاسی، اقتصادي ، او اجتماعي څنګة کولو لپاره  هلوځلو یوه برخه ده ، پآم وکړي.

همداراز  د بشری حقوقو او د میرمنو د توانمنولو په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار مشعل حسین ملک پر اسلامی هیوادونو غږ کړی  دی  هندوستان دې د ده هیواد اسلامی تمدني آثارو  دله مینځه وړلو په خاطر بایکاټ کړي.

 هغه ووئيل، نریندرا مودي د رام مندر له افتتاح کولو څخه د یوه سیاسی چلول په توګه استفاده کوي ،ځکه  دهغه د حکومت د کړچار او دلږکي ضده سیاستونو په دلیل  دهغه محبوبیّت ډير زیات کم شوی دی.

 هغه ووئيل،  هندوان او مسلمانان له پيړیو پیړیو راهسې  په ایودیا ښار کې ګډ سوله ایز ژوند کاوه، خو له هغه مهاله چې مودی په هندوستان کې پر قدرت قبضه کړې ه،  دمسلمانانو ټولنه   دخپلو دینی ځایونو له ړنګیدا او ډیرو زیاتو مالی او ځانی تاوانونو سره مخ شوې ده. په عین حال کې مشعل حسین ټينګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید له دې مخکې چې ډير ځنډ شي، دهندی حکومت نسل وژونکي سیاست ته پام وکړي.

په ایودیا کې د بابری جومات په ځای د جوړ  شوي رام مندر په پرانیستونکو دستورو کې دسیاستوالانو، اقتصادی فعالانو او مذهبی مشرانو بشمول کابو  اته زره کسانو ګډون وکړ او څه دپاسه لس زره پولیس ددغه ښار د امنیت دتامینولولپاره ځای په ځای شوي . همداراز په درست هند کې په تیره بیا په  هغو سیمو کې چې د مسلمانانو په ضد دهندوانو تاؤتریخوالي پکې شته دي ،  امنیتی تابیاوې سختې شوي دي.

دغه مندر چې کابو درې هیکټره  پراختیا لري، له پرون راهسې  د عامو خلکو لپاره پرانیستل شوی دی . د رام مندر مدیریّت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، تمه لري  چې په راتلونکو څو میاشتو پورې  به په دغه ځای کې هره ورځ د یولک لیدونکو شاهدان شي.  

https://iqna.ir/fa/news/4195427

captcha